د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (INHCR) وايي، د روان کال د مې له ۱۸مې څخه تر ۲۴مې پورې یې افغانستان ته له ۳زره ۶۵ راستنو شویو سره مرسته کړې ده.
یادې کمېشنرۍ په یوه راپور کې ويلي، چې دا کډوال له پاکستان، ایران، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو څخه راستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې له دې جملې له ۱زرو ۷۵۰ زیات په خپله خوښه راستانه شوي او پاتې نور یې جبري اېستل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې له دغو هېوادونو څخه د راستنو شویو ۳۶ سلنه کورنیو مشري د ښځو پر غاړه وه.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو سازمانونو په وار ، وار له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې کډوالو ته اجازه ورکړي چې په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي.