د افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي چې د افغانستان د نفوس ۴۸ سلنه وګړي له فقر سره مخ دي.
يادې ادارې خپل تازه راپور کې ويلي، ۲۲.۹ ميليونه افغان وګړي روان کال مرستو ته اړتيا لري.
سرچينې دغه راز ويلي دي چې ۱۴.۸ ميليونه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي
يوناما ويلي، د دې ستونزې د حل لپاره کافي وخت او بودیجې ته اړتيا لري.
ملګرو ملتونو چې د افغانستان لپاره يې د ۲.۴ ميليارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه، د ډونالډ بیا ځلي واک ته له رسېدو وروسته چې د امريکا مرستې بندې شوې، يواځې ۱۲ سلنه ترلاسه کړې ده.