په لغمان کې د تندر لوېدو له کبله یو تن مړ شوی

په لغمان کې د تندر لوېدو له کبله یو تن مړ شوی


  • 1 اونۍ دمخه (28/05/2025)
  • سمسور نیوز
  • 35

په لغمان ولایت کې د تندر غورځېدو له کبله یو ۱۷ کلن ځوان مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.

د لغمان امنیې قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا پېښه تېر ماښام (سې‌شنبه، د غبرګولي ۶مه) د مهترلام ښار د دویمې امنیتي حوزې په زیارت سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې ټپیان د درملنې لپاره د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو ورځو کې د لغمان په ګډون ځینو ولایتونه د سختو بارانونو شاهدان وو.