تېرو نږدې څلورو کلونو کې له ۵ میلیونه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

تېرو نږدې څلورو کلونو کې له ۵ میلیونه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي


  • 2 ورځي دمخه (01/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 79

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې، ۵ میلیونه ۹۷ زره ۳۷۳ افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۲۶۸زره افغان کډوال له ترکیې، ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

حقاني زیاتوي، له دې جملې ۱۵۴زره ۲۷۱ له پاکستان، ۱۱۱زره ۱۷۱ له ایران او له ۳زره زیات له ترکیې څخه راستانه شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په تېرو دوو میاشتو کې له ۵۰۰زره زیات افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او ایران نړیوالو اندېښنو او نیوکو ته له پام پرته، د افغان کډوالو اېستلو ته دوام وکری دی. 

هېواد ته ډېری راستانه شوي له سرپرست حکومت او اړونده نړیوالو ادارو غواړي چې د سرپناه او کاري فرصتونو په برابرېدو کې ورسره همکاري وکړي.