روسیې افغانستان ته د سفیر منلو رسمي یادښت وسپاره

روسیې افغانستان ته د سفیر منلو رسمي یادښت وسپاره


  • 4 ورځي دمخه (01/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 125

د بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیې د مسکو لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سرپرست حکومت ته سپارلی دی.

د دغه وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۱مه) په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژېرنوف سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې د روسیې سفیر هیله څرګنده کړې چې د ډیپلوماټیکو اړیکو کچې له لوړوالي سره، به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې نورې هم پراخې شي. 

په خبرپاڼه کې راغلي چې امیر خان متقي له روسیې سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزې همکارۍ د لا پراخېدو هیله څرګنده کړې ده. 

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د روسیې سترې محکمې د طالبانو نوم د ممنوعه ډلو له لېسته اېستلی و. 

روسیه چې اوسمهال له افغانسنان سره ښې اړیکې لري، په مسکو یې د سرپرست حکومت ډیپلوماټ منلی او په کابل یې خپل سفارت هم فعال ساتلی دی.