د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، داسې شواهد يې ترلاسه کړي چې هند پاکستان کې ترهګري ته لمن وهي.
د ياد وزارت په خبره، د هند هېڅ هڅه به د دې لامل نشي چې دغه اسناد دې پټ پاتې شي.
ياد وزارت دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې هندي چارواکو ويلي، هند ته د ترهګري خلاف مبارزه سره کرښه ده.
دغه وزارت همداراز هند تورن کړی دی چې د سولې پر ځای د جګړې غوښتونکی دی.
پاکستان له دې مخکې هم ملګرو ملتونو کې د هند د هغه اقدام پر ضد غږ پورته کړی وو چې له پاکستان سره يې د اندوس اوبو تړون ځنډولی دی.
د يادونې ده چې د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ هغه مهال ډېر شو چې پهلګام کې پر سیلانیانو بريد وشو او هند يې پړه پر پاکستان واچوله.
که څه هم دواړو هېوادونو له جګړې وروسته اوربند وکړ، خو ناندرۍ يې لا هم روانې دي.