کابل پوهنتون ، دملي خاین مسعود انځورنه اوپښتانه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ګل ادم پکتین
  • 1269

ورونو دحقوقواوسېاسی علوموپوهنځي پروره دمشهوره جنګ سالاراحمد شاه مسعود انځورونه نښلول څه نوی خبره نده اوددې انځورو لری کول اودپښتنومحصلینو حقه حقوق لاس ته راوړل پوره پلان او تدبیر غواړی .داخبره هغه وخت لاستوزمنه سوه چه کله ورته زموږ درنو وکېلانو دتاريخ دی پښتون وېنه چښونکې څېرې ته داساسې قانون تش په نامه لوی جرګې  کښی دملې اتل لقب ورکړی.د کابل پوهنتون يا کابل طبی پوهنتون او ېا هم مرکزې لېلېی مخکی د تصوېرو خبره مې ېوداستان راېادوی.

 ١٣٨١ لمرېزکال د غبرګولې مېاشت وه  دکندهار یو محصل چه دپښتون په نامه يی شهرت لاره دنګه ونه  اومهربانه څېره ېی درلوده دکابل پوهنتون د هغه قهرېدلو  محصلېنو مخکې روان و چاچی د دې ملی ستر خاېن تصوېرونه دکابل پوهنتون له ساحی نه لرې کړی وه او څه هم د پېژندوایستلی وه.له کوم بل زده کړيال ورور نه مې چه دپوهنتتون په ونو اوګلانو کې ېی راسره درس وايه تپوس وکړی دالويه ډله محصلېن چرته روان دې چه پوليس اوايساف ېی هم ترشا ورسره جوخت څاری. نوموړی محصل  هم نه پوهېده  بالاخره زه هم ددی ډلې محصلینو په څرک شوم.

دا هغه وخت دی چه يونس قانونی دکورنيو چارو وزیر،فهېم دفاع وزیر،ډاکتر عبدالله بهرنيو چارووزیر،امانالله داستخباراتی چارورېس ،سترجنرال بسم الله لوی درستيز دجنرال بابه جان خورېی ددریمی حوزی امر، نازکمیر چاریکاری دپوهنتون دپوستی مسولېن دی لنډه داچه په کابل کی دمسعود دنامه سره (رح ) څه چه نور القاب نعوذبالله حتمی دی اودپښتنو په نامه مچ بڼ هم نشی کوای دمسعود تصویر ته بي احترامی دچا يادده......

دمحصلینو دمشر جرات ته هک پک شوم ومی وېل پښتنه مور دی همداسی زوی راوړی.دهغه خوږی لهجی نورهم متاثره کړم اودډلی دلاری ملګری ېی شوم.له دنه می دلاری په اوږدو کی وپوښتل پښتون صاحب موږ چرته ځو هغه خپلی  عینکی  له سترګوجګی اوپرخپل پشمی ږیره ېی لاس تیرکړ  ''موژ یې نن ورسره معلوموو'' له چا سره ؟ما وپوښتل. ددوی سره  ته نه ېی خبر قدوس خان پلنګ دحوزی مشر  سمونوال نازک مير رالیژلی چه رېس جناېی زموږ انتظار کوی  ....

 دپوهنتون دساحی دمنځ سرک کی  ددرېمی حوزی په لور روان یو  شا او خوا هغه کنډوالې وینو چیری چه ملی اتل اود مزاری ټوپکوالو يا رقص مرده یا دخلکو سروکی ميخونه ننویستلو یا دپیغلو دسینو غوڅولو تجربی کولی،شاته مودنازک میر روسی جیپ موټری راپسی دی چی دپولیسو دغاړودستملو اوپکولو ورته نوری وحشی څیری هم ورکړی.زړونوکی موهرڅه ګرځی راګرځی.....

خپل منځ کی مو په ډیر غور له یوبل سره سر خلاص کړی چه نه دمسعود دعکسو دڅیرلو موضوع ده او نه موږ څه جنایی عمل کړی خبره داده چه ځینی غیرافغانی کړۍغواړی دپښتنو محصلينو جرات له منځه يوسی تر څو بیا داسی یو فکر په تاریخ کی دچاسره پیدانشی. څرنګه چه دامحصلین ټوله ښه دپلان خلک وه زه یی هم له دی خبرکړم  چه موږ له سوله ساتو ځواکونو سره مخکی له مخکی تماس نیولی چه باید دریمی حوزی ته پرټاکلی وخت راشی که نه بیا به دهری پیښی دعواقبو مسولین همدوی وی. محصلین موپه ګوته کړه چه په مناسب وخت اوځای کی به مناسب غبرګون ښی.هغه ؤ چه دریمی حوزی ته ورسیدو دحوزی دروازه کی ایساف قواوی ولاړی دی موږته یۍ وویل هم دلته انتظاروباسی invistigation and criminal  department دی حوزه کی مناسب نه دی دلته یوڅو پولیس چه نظافت یی ډیر خراب دی اونشی مواد ورسره دی دپنبه و بړستنی يی اغوستی نور نه دشواهدو دمطالعی موادلری اونه یی صحی حالت زموږ دقناعت وړدی موږ ستاسی پوهنتون ښوونکی راغوښتی او فیصله به زموږ موجودیت کی کیږی.هغه وداکتر چراغعلی چراغ اودپوهنتون ځنی نوری ستمی کړی راورسیدی احمدولی مسعود ,بسم الله محمدی او هلال په تورو ښیښی کروزنک موټرو کی راغلل دحوزی امر قدوس خان يو يو معرفی کړو اوتحقیق پیل شو ٠لمړی احمدولی مسعود پوښتنه وکړه چه ولی یی  دورور عکسونه پوهنتون کی  څیری شوی  تاسو خوټوله تحصیل یافته خلک یاست تاریخ مو لوستی  دا خلک راته په ګوته کړی؟, جنایی امر په غور غوږ نیولی او ښی پلو ته دایساف قواو مسول او ترجمان متوجه دی او ورو  ورو زموږ جر او بحث ترجمه کوی خو محصلینو په ډیره زړه ورتیا ځواب ورکړی هغه کسان موږ یو چه داحمد شاه مسعو د تصویرونه مو را ښکته کړی دا پدی خاطر چه لمړی خو دافغانستان دتاریخ شاهده صحنه همدا پوهنتون دی اوبل داچه ځنی محصلینو دشهید عبدالحق او حامدکرزی  عکسونه څیرلی وه اوځنی نورو ټوکمونو دنورو اشخاصو تصویرونه نصبیدل غوښتل نوموږ مناسبه وبلل چه دپوهنتون صحنه کی دی د هیڅ شخص انځور نه وی ترڅو د ټولو ټوکمونو محصلین په ګډه ښه وخت تیر کړی,دپوهنتون څخه یوبرخوال بشیرحلیمی دخبرو منځ ته راولویدی ...تنها موضوع بی احترامی تصویر امر صاحب مطرح نیست درقرن بیست ویک خواسته های تدریس به لسان پشتو دراین مرکز اکدمیک شده.....دحقوقو او سیا سی علومو يو ښوونکی چه ټیټ او ضعیف جسم درلود اضافه کړه   همیتان بادری بلدیت داریند ولی هیچ وقت ازدهن تان نشنیدم به شمول همین مجلس............خبرو کافی وخت ونیوی محصلینو په ښه سړه سینه ځواب ووايه چه پښتو اودری دواړی دافغانستان رسمي ژبي دي دازموږحق دی چه په پښتو هم تدریس ولرو اودبيان ازادی هم موږ ته داحق راکوي چه په کومه ژبه ږغیدل غواړو........

وروسته دایساف قواو مسؤل جناېی امرته چه دولی مسعود همکار هم ؤ وپوښتل څه فیصله کوی هغه دجرم شتوالی کی ګونګ پاتی شو  نو وروسته همدابهرنی کس وویل دمحصلینو دلایل قوی دي او اضافه يی کړه افغانستان يو ډموکر اټیک راتلونکی لری تصویرونه به هغه وخت په انتخاباتي مراکزو کي وکارول شی نه دتدریس چاپیريال کښی اودانوره نړۍ کی همداسی دي اوبل داچه زه لا افغانستان ته نه وم رالیږل شوی موږ ته دټولنیز ټریننګ په وخت وویل شوه چه افغانستان دوی رسمي ژبي لری پښتو اودری اودپښتو ژبی تبارز لا پدی کی هم دی چه ددې هيواد هویت پاڼه(تذکره)اوکرنسي په پښتوژبی لیکل شوی نو محصلین درسته خبره کوی حکومت بایدداستونزه هواره کړي.

  کاش چه ددی بیګانه سړی انصاف او احساس زموږ  دهیواد په وکیلانو  ,حکومت اوقضایه کی وای چه داستونزه یې له منځه وړی وای.