لنډې كيسې

هغه لیک چې زه یې ډېر وژړولم

شپاړس کاله مخکې مې له پلار سره زړه بدي راغله ماسپخښين مهال و مونږ دواړو يو بل ته تېرې زياتې وکړې ، زه ځوان وم ګنی دا مسله دومره جدي نه وه چې خوا مې پرې بده شوې وای بس هسې احساسات مې په عقل غالبه وو نه مې غوښتل چې د پلار له ځوابه پاتې راشم ؛ پلار مې ه...

لنډه کیسه: اوفوز - اجمل پسرلی

د واینو د نریو جګو ګیلاسونو له جنګولو سره د پيالو کړنګ او د نجلۍ د خندا شرنګ شو. سړي اخ کړل. نجلۍ شونډو ته پورته کړی ګیلاس ټنګ پر میز کیښود، سره شراب د پیالې یوې لپې، بلې لپې ته راغلل، ولاړل خو ونه څڅیدل. نجلۍ په چیچلو غاښونو وویل:   -خیریت &...

لنډه کیسه: حد - ماهر احسانزی

حاکم  ښایسته شېبه خپلې سترګې د تورګل په چاودلي، سپېره مېره مخ کې ټومبلې وې، په ځای تاو شو. څو قدمه شاته لاړ، چټک ګامونه یې را واخیستل. تور ګل یې په دواړو لاسونو له ګریوانه را ونیو. څو جټکې یې ورکړې ، په یوه سا ورته لګیاشو: ستاسې له سترګو حیا ال...

لنډه کیسه: مهمه خبره - ماهر احسانزی

نن مې له سهاره طبعه ښه نه وه. د دفتري میز تر شا ناست وم، خو چندان مزه مې نه وه. موبایل مې وشرنګید. نهه بجې وې، پوه شوم چې میرمن مې ده.  میرمن مې له کارونو خبره ده، سهار زنګ را وهي د تېرې شپې احوال مې اخلي، لږه اکاړه هم سره کوو، که کار زیات نه وي...

لنډه کیسه: کوڼ - نعمان دوست

چې څنگه مې ور بېرته کړ او د خونې په دېواله مې سترگې ونښتې؛ خوله مې پرې خلاصه کړه:  با با ! څه لټ د خداى يې؟ دومره خو ناتوانه هم نه يې. له سهاره په دې يوه دېواله نښتى يې. تر اوسه يې اخېړ تمام نه دى. د کوټې له دېواله دې د برلين دېوال جوړ کړى، بدب...

لنډه کیسه: باډیګارد - صدیق الله بدر

همدا چې ښځه تر خپل خاوند وروسته له کوره ووته، له وره سره ولاړ سرتیري سلامي ورته ووهله او بیا يې د موټر خوا ته منډه کړه چې د زرې لکسس موټر دروازه ورته خلاصه کړي. ښځې موټر ته په ختلو په دواړو لاسونو خپل څادر داسې پر مخ راکش کړ چې عینکې يې بې ځایه شوې....

لنډه کیسه: زېری - ماهر احسانزی

دوه ځله یې شمېره ډایل کړه خو بیرته به یې اړیکه پرې کړه . نه ، دا دومره وړه خبره نه ده چې پر تیلفون دې وشي، کور ته چې لاړم ورته وبه یې وایم، اخر زیری زیری . ټول دوه ساعته پاتې. له څوکۍ را پورته شو . مخ یې سرخي ویشله . یوازی دی نه و چې خوله یې له خندا...

لنډه کیسه: ګونګی - صدیق الله بدر

دواړه نپوهېدل چې خبرې څنگه او له کومه ځایه پیل کړي. چوپتیا يې ترمنځ اوږده شوه. نجلۍ خپل قیتک خلاص کړ، سر ته یې ټکان ورکړ. وېښتان یې پر مخ راخواره شول او د هغو له تار تاره یې سړي ته را وکتل. دې صحنې ته په کتلو هلک چې ماسک تړلی و او عینکې یې په سترگو...

ذات

مرغۍ د ونې په وچ ښاخ کیناسته، څو وچې پاڼې ورژیدي، وزرونه يې وخوځول، سوړ اسویلی وویست، په مښوکه يې د ځان بڼکې وګرولې، لاندې ځای ته يې وکتل، پښي يې ټولې کړې او وزرونه يې وواهه. د ونې بیخ نه لړم په راوتو و، مرغۍ ورنیږدې شوه، دواړو په خبرو شول، مرغۍ لړم...

لنډه کیسه: بخت - صدیق الله بدر

بخت  غاړه یې ورو ورو تاوه کړه او نږدې ټول مېزونه یې له نظره تېر کړل. شېبه په شېبه د تشو غوریو او غابونو په کتو، تندی یې ګونځېده. خو مېز ته چې خپله هم ورته ناست و، ډېر خوشاله و. تر نورو میزونو دوه درې کسه په کې کم وو او چا دومره څه نه وو خوړلي.&...