ادبي ليكنې

فلسفه اوس هم د علومو مور ده؟

پورته جمله دوې ماناګانې لري، دمورولي یوه مانا دا ده چې یو وخت واقعا ډیر اوسني بشري علوم او حتی طبیعي علوم د فلسفې څانګې/  اولادونه ګڼل کېدل؛ خو دا مورولي او اولادولي که څه هم یو تاریخي واقعیت، چندان فلسفي مورولي نه افاده کوي . هغه وخت چې  ټ...

ادب او فلسفه:

د ادب فلسفه د ادب په اړه بنسټیزې پوښتنې را ولاړوي او هنري ماهیت یې څیړي.  هنري  ادبي اثار (افسانه، ناول، ډرامه شعر او ...) له نورو هغو لکه علمي  او اکاډمېکو څېړنو ، تاریخي اثارو،  سره چې په علمي روش او اکاډمېکو نورمونو لیکل کېږي ت...

د دروېش په غزل کې وجودي مشابهتونه

په زماني او مکاني لحاظ د شاعر د فکري وسعت او د هغه د حسي تجربو مطالعه ځانله خپل خوند، شيريني او حظ لري. کله شاعر د غير يقيني حالاتو په شور او غوغا کې راايسار وي. کله د تنهائي په يو نفس تنګه حجره کې قيد. کله د بې معنويت او لغويت په نا اشنا غوندې دار ب...

ښځه / مېرمن

د دنیا د نورو  جوړ په څېر انسان هم جوړه پيدا شوی. نر او ښځه. د انسان ددې جوړې بېلوالی په همدې نر او ښځې سره کېږي. یو يې نارینه او بل يې ښځینه نومېږي. ډېر کله په متنونو کې ناسمه کاروونه يې مانا ستونزمنوي، چې ښځه موخه ده او که میرمن ؟ میرمن هم ښځه...

د ژبپوهنې د ۷ مهمو څانګو لنډ تعریفونه

ژبپوهنه ژبپوهنه د ساينس هغې څانګې ته ويل کيږي چې په چوکاټ کې يې پر ژبه، د ژبې پر جوړښت، استعمال، زدکړې او پروسس کولو تحقيق او بحث کيږي. دغه علم په خپل ځان کې پر يو شمېر نورو څانګو وېشل شوی دی چې فونېټيکس، فونولوژي، مورفولوژي، سينتاکس، سيمانتيکس، پرا...

ادبي ټوټه: بې وعدې

زه له مرګه پدې نه ویرېږم چې ګنې دنیا به پاتې شي. دا دنیا هسې هم کل من علیها فان خبره ده او دا زموږ د عقیدې برخه هم ده. زه مرګ سره د مخ کیدو سترګې نه لرم. ما او تا او دې ټولو خلکو بې شماره وارې له مرګه پناه غوښتې او لا یې غواړو خو پوهېږې ولې مرګ سره...

غورځول / لویدل/ اچول

دا درې واړه مصدرونه دي، چې درې واړه کله کله د یو بل پر ځای استعمالېږي خو  د یو بل ځای ناستي هم نه دي او یو ډول مانا هم نه ورکوي.  په لاندې جملو کې: په اټن کې يې لاسونه اچول په اټن کې يې لاسونه غورځول یا  ځان اور ته اچول  ځان...

خوب او لډو

وړمه ورځ درېېم ډاکټر ته ورغلم چې ډاکټر صاحب تر زنګانه ښکته مې پښه ويده ده، راويښېږي نه. ويل يې راويښه به شي. ما ويل، کله به راويښېږي؟ وايي، بيړه د شيطان کار دى، په کرار به راويښه شي، چې کله يې خوښه وه، بس ته ترې ځان بې پروا کړه. ما ويل، د بې پروايۍ خ...

په کې / پکې

د (په کې ) او  ( پکې ) د کارولو ځایونه سره جلا دي. که يې  سره بېل ولیکو، د سربل او وستربل په توګه کاریږي چې طبعا په منځ کې يې نوم او صفت راځي خو که يې سره ګډ ولیکو، بیا د ظرفي نومځري  دنده ترسروي. په کې : دلته ( په ) سر بل(prepositio...

په شلمه پېړۍ کې د خوشال د مطرح کېدو لاملونه

خوشال چې په شلمه پيړۍ کې څومره مطرح شو، هغومره په خپل وخت او په ورپسې اتلسمه پيړۍ کې نه و مطرح، د دې ځينې بهرني لاملونه وو، چې په دې ليکنه کې پرې خبرې کوو. پوهان وايي، چې په يوه ټاکلي مهال او جغرافيه کې د يوه شاعر د مطرح کېدو ځينې لاملونه وي، چې په...