د اور ښار په خلکو خوځيږي. خلک ورته له ښاره او کلي راروان دي، غواړي چې قربانۍ ورته وړاندې کړي، سبا د لوی «نانا»کلیزه ده، د لوی خدای اختر دی، هغه خدای چې د اور ښار کې مقدس معبد ته راکوز شو. د سپوږمۍ د خدای «نانا» بن...
ناحور د سارې له خور سره واده وکړ، د هاران زوی لوط پیدا شو. ناحور په يوې مېرمنې صبر ونه کړ، ميرمنې يې ورته خپله وینځه«روما» ورکړه چې وینځه يې شي، قانون او دود داسې و چې میرمنې به خپل خاوند ته وینځه ورکوله، ناحور په نکاح خط کې لیکلي و...
سهار په ارامه ساه اخلي، خلک ویده دی، له بشر پرته ټول کائنات تسبیح وايي، په دغه شیبه کې له ابراهیم پرته د بشر یو تن هم د عظیم رب ستاینه نه کوله، الله ته يې لمونځ کاوه، او په سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې وې. ابراهیم خپل رب ته زارۍ کوئ، مننه ترې کوي...
ابراهیم او ساره سهارنۍ ته ناست دي، د هغې زړه راکښونکې څېرې ته ګوري، ښکلا يې حواس تخنوي او وجود له خوښۍ ډکوي، خو روح یې یوې بلې ښکلا ته تږی دی، چې په نړۍ کې هیڅ ښکلا ورته نه رسیږي، روح یې د الله ښکلا ته لیواله دی. ابراهیم يو څو مړۍ واخیستې او ب...
( هاران، له کروندګرو سره په خبرو بوخت دی، له بلې خوا ساره سینګاریږي، ابراهیم يې په جرګه راروان دی، وګورو چې څه کیږي!) سړي ته هیره خبره رایاده شوه، ویې ویل: - د للمې ځمکې په اړه درسره ونه غږېدم، سږ کال به يې اباده کړم، د اوبو غم به يې وخورم، د...
ساره ناسته ده، لکه د هرې پېغلې په څير د ژوند د مهمې پيښې لپاره ځان سینګاروي، نن شپه يې د تره زوی ابراهیم په جرګه راځي، خوشاله ده، په غټو سترګو کې يې خوښي ځلیږي، په شونډو يې داسې موسکا راټوکيږي چې روح يې رڼوي. وینځه يې په تګ راتګ کې څاري او د هغ...
ناحور او هاران له کوره راووتل او هغه بتان يې رابار کړي چې آزر جوړ کړي دي، غواړي چې د نانا معبد مخې ته یې وپلوري، دواړه خوشاله دي، شیبه په شیبه به د معبد ترڅنګ کوټو ته غلي ورتلل، څو هغه موسیقي واوري چې د معبد کاهنانو به د معبد پيغلو ته اوروله، ا...
آزر لاړ چې مردوخ په خپل ځای باندې کیږدي، خو ابراهیم د نانا بت پړمخې راوویشت او غږ يې کړې: - دا بتان څه شی دی چې تاسې ورته نسکور پراته ياست؟ ناحور په غوسه وویل: - ابراهیمه دا زموږ خدایان دي. ابراهیم خپل قهرجن پلار ته مخ راوګرځاوه او يې ویل:...
شپه راوختله او ابراهیم لاړ چې ویده شي، خو خوب یې له سترګو تښتېتدلی و. فکرونه يې په سر باندې د څپو په څېر راخورېدل، په نړۍ او په هغه ځواک کې يې فکر کاوه چې دغه نړۍ يې پنځولې او پرمخ یې روانه کړې ده، دا نړۍ یو خدای لري چې هیڅ شریک او سیال نه لري،...
ابراهیم، مردوخ، عشتار او نانا رابارکړي، معبد ته روان دی، په لاس کې يې اړوي رااړوي او ملنډې پرې وهي، او تعجب کوي: څنګه یو هوښیار انسان دې بتانو ته سر ټيټوي چې نه کومه ګټه رسولی شي او نه زیان؟ دا څنګه کېدلای شي چې د دې اراده دې د دوی ژوند اوږد کړ...