زمونږ همکاران

ښاغلی عمران دانش

ښاغلی عمران دانش

ښاغلی عمران دانش د لغمان ولايت اوسېدونکی دی. په ژورنالېزم کې یې ليسانس کړی او له تېرو اوه کلونو راهيسې د ژورنالېزم په ډګر کې کار کوي.

اوسمهال د سمسور ويب پاڼې سربېره، په کابل کې هم له يو شمېر رسنيو سره د خبريال په حيث کار کوي.

ښاغلی انوش ننګیال

ښاغلی انوش ننګیال

ښاغلی انوش ننګيال د لغمان ولايت اوسېدونکى دى، او هلته د ژورنالېزم پوهنځي د دوهم ټولګي زده کړيال دى.

ښاغلی انوش له دې وړاندې په بي بي سي راډېو، شمشاد ټلويزيون، سياره پروډکشن، سهار پخير افغانستان راډېو، مينه راډېو او رغون راډېو کې د بېلابېلو خپرونو پرزنټر، پروډيوسر او مدير په صفت پاتې شوى او اوس مهال لغمان کې د هيلې راډېو مسٶل مدير دى.

ښاغلی خالد سهار

ښاغلی خالد سهار

ښاغلی خالد سهار د لغمان ولایت اوسېدونکی دی. نوموړی هلته په لغمان پوهنتون کې د ژورنالېزم پوهنځي زده کړیال دی. هغه همدا راز له تېرو درېیو کلونو راهیسې په بېلا بېلو رسنیو کې کار کړی دی.

اوسمهال د سمسور ويب پاڼې سربېره، په لغمان کې له يوې سیمه ییزې او غږیزې رسنۍ سره هم د خبريال په حيث کار کوي.

حضرت علي میاخېل

حضرت علي میاخېل

حضرت علي میاخېل د محمد اکبر زوی په ۱۳۷۴ کال د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې زیږیدلی دی. میاخېل د ژورنالېزم په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې لري او په ۱۳۹۸ کال د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم له څانګې فارغ شوی. حضرت علي میاخېل په لغمان کې اوس مهال د هیلې او رغون راډیو د خبر د څانګې د مسوول په صفت دنده مخ ته وړي. ددې تر څنګ د سمسور سایډ د خبر په برخه کې همکار دی.