ښاغلي شیرولي سبا شعرونه
نوم می شيرولي تخلص می سبا غوره کړي د شاه ولي زوې په خټه ابراهيم خيل يم پر ١٣٥٦ ل کال د کابل ولايت دپغمان ولسوالی په خالدارې کلي کی زيږيدلي يم . لا پنځه کلن وم چی د پلار د شفقت او محبت لاس د تل لپاره می له سر څخه لری شواو پالنه او روزنه می تره او نياګڼی ته وردغاړی شوه. لومړنی زده کړی می دعمر وبن حزم په مدرسه کی کړېدي او منځنی زده کړې می دحضرت بلال په عالي ليسه کی بشپړی کړی , خو د لوړو زده کړوهيلی او ارمان می دکورنی په اقتصادي ستونزو کی ښخ پاتی شو. له ١٣٧٦ ل کال څخه می د شعر په ويلو پيل کړی چی تر دی مهاله پوری می د دری سوه پارچو په شاوخوا کی شعرونه شته ، خو دچاپ وياړ لاندي ور په برخه شوي . اوکه چيری پر دی وتوانيدلم چی دچاپ په ګاڼه يی سينګار کړم نو دا چی له غزل سره بي کچی مينه لرم دټولګی نوم می هم د دغزلونو بڼ ))غوره کړيدي ))