محمدالله کمال د جنت ګل زوی په کال ۱۳۵۳ل د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې زېږیدلی دی. له آره د وردګو ولایت، چک ولسوالۍ د اله خېلو د کلي دی، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د چک ولسوالۍ په شهید احدي ښوونځي او د حضرت عمر فاروق عالي لېسه کې ترسره کړي دي چې له همدې لېسې څخه یې د دولسم ټولګي بریلیک ترلاسه کړی دی.
د محمدالله کمال آثار:
د خیالونو جزیره (شعري ټولګه)
د توپان پر اوږو ژباړه او را ټولونه (د ۲۰۰۲م کال د سپتمبر د میاشتې د خونړیو پېښو اړوندې لیکنې او معلومات)
یونلیکونه (خواره واره چاپ)
چاپ ته چمتو:
ادبي نثرونه (ناچاپ)
بله شعري ټولګه (ناچاپ)