ښاغلي محمدالله ارمان شعرونه
محمد الله ارمان د پښتونخوا دچارسدې د ولسوالۍ د رزړو دکلي دى چې ډېره ښايسته شاعري لري .
يو تعليم يافته شاعر دى ، په انګلش کې يې ايم اى کړې ده او ، ايم بى اى يې په نيوهيمپشاير ماننچيسټر ( امريکه ) کې کړې ده .
درې کتابونه يې ( صرف مينه ) ( دجندي غاړه ) او ( چېړنې ) . چاپ شوي دي او يو منظومه افسانه ( درکړې درکړې ) يې ناچاپ کتاب دى . بايد يادونه وکړم چې دغه اخيري چاپ کتاب (( چيړنې )) يې د نن نه دولس کاله مخکې چاپ شوى دى چې د ښاغلي ارمان عمر به هغه وخت نه پوهېږم څو کاله و او اوس به نو سپين ږيرى وي ، دوه درې کاله مخکې په سور اوړي کي په ټکنده غرمه کې مونږ يوڅو ملګري دښاغلي ارمان ليدو ته دنوړي کلي (( رزړو)) ته ورغلي وو خو له بده مرغه چې نوموړى مو ونه موند هغه په لاهور کې دکوم سرکاري دفتر نوکري په غاړه لري .
دنوموړي ديم کتاب چېړنې زما مخ ته پروت دى زه يې د کتاب انتساب او يو څو دشعرونو نمونې ستا سې مخ ته ږدم زما زړه دى چې يو څه يې په دغې دوه کتابونو ( دجدي غاړه ) او ( چېړنې ) باندې وروسته کله چې وخت پيدا کړم وليکم .
پټه دې نه وي پاتې چې د محمد الله ارمان شعرونه او دهغه په اړه هڅ رنګ ليکل ما په پښتو پاڼو که هغه د لرې پښتونخوا پښتنو جوړې کړي او که دبرې پښتونخوا پښتنو ونه ليدل نو ځکه مې په بيړني ډول غوره وګڼله چې د نوموړي يوڅه آثار او ليکل په انټر نيټ کې موجود وي که څوک يې په پښتو ګوګل کې نوم ورکړي چې يوڅه خو په لاس ورشي .
په مينه او مننه
نصرت الله الهام ---- کابل افغانستان