ښاغلي حیات الله وړ شعرونه

ښاغلي حیات الله وړ شعرونه

حیات الله وړ د ښاغلی عبد الله صداقت زوی پر ۱۳۶۱ لمریز کال د الینګار ولسوالۍ په ازاد کلا نومي کلي کې زوکړی دی.

لومړنۍ زده کړې یې د جلاله کمپ د حضرت ابوبکر صدیق په لومړنې ښونځي کې تر سره کړي او منځنۍ یې په اتحاد لیسه کې بشپړې مړي دي. له پنځو کلونو راپه دیخوا یې شاعرۍ  ته مخه کړې، له هماغه وخته یې شاعري بخه وه. وړ د خپلو عواطفو او اساساتو بر لاسی انځور ګر دی، د خپل چاپېر چل غوښتنې او انځورونه په هنري بڼه د لیوالو او مینه دی، والود زړونو پر پاڼو انځوروي، دی هم د نورو شاعرانو په څير د مینې او صمیمیت د نیا غواړي چې د ښکلا دنګه ښاپیرۍ په کې ملکه واوسي او پر زړونو رنګینۍ ووېشي.

وړ لا د عمر له مخې د ژوند په کاروان کې ډېر مزل نه دي وهلی او د نورو مخکښو شاعرانو په څير تجربه هم نه لري خو بیا هم پر دې بریالی شوی چې د خپلو نغمو ترنګ په ډېر مهارت سره د نورو په زړونو کې وکري، تر اوسه یې ډېرې ځلېدونکې ملغلرې پېیلي، ګڼو مجلو لو ورځپاڼو ته یې لېږلي چې ډېرو خلکو به دده له رنګینو امیلونو ځنې خوند اخیستی وي، که چېرې ( وړ ) په همدې ډول له تصنع او ناشعوري اندود نه ځان و ساته نو ژرده چې د فکري او شعري بلوغ پر لوري به بر یمن ګامونو واخلي