ښاغلي قاضي احسان الله شعرونه

ښاغلي قاضي احسان الله شعرونه

ښاغلی احسان الله الینګاری د اورښاد عبدالرحمن الینګاري زوی پر ۱۳۸۴ لمریز کال د الینګار ولسوالۍ په بسرام نومي کلي کې زوکړی دی.

لومړنۍ او منځۍ زده کړې یې د پېښور په سید جمال الدین افغان لېسه کې بشپړې کړ،وروسته ددعوت او جهاد پوهنتون د شرعیاتو څانګه کې شامل شو، چې له نېکه مرغه نومړې څانګه یې په ډېر بریالیتوب سره پای ته ورسوله د یادونې وړ ده چې پر لسانس سر بېره یې د اسلامیاتو په څانګه کې ماسټري هم تر لاسه کړې ده.

اوس په لغمان ولایت کې د عمر بن خطاب د مدرسې ښونکی دی، ښاغلی الینګاري له شپږو کلونو راپه دېخوا شعر او شاعرۍ ته مخه کړې تر اوسه یې د شعر په مینه ناکه ژبه د ناورین ځپلو هېوادوالو ډېر رښتیني انځورونه د کاغذ پر مخ کښلي دي. د ښاغلی الینګاري شاعري خو ځکه پخه ده، چې له پیله یې شعر په ټوله مانا پېژندلی دی ، دا ددې لپاره چې دده خدای بښلی پلار عبدالرحمن الینګاری هم د خپل پېر د نومیالیو او مخکښو شاعذانو په کتار کې شمېرل کېده، الینګاری د شعر پر ځانګړنو او خوږلنیو ښه پوهېږې، په دې مانا چې د شعر په کړلېچونو کې له موضوع سره سم د خپل اند وړانګې غزوي

الینګاري صیب تر اوسه د یوې ټولګې په اندازه شاعري کړې او له عربې ژبې څخه یې یو کتاب ( ښکلا په درود کې ) هم ژباړلی چې تر اوس چاپ شوی نه دی، که ژوند ورسره یاری وکړه نو ډېر ژر به د خپل لوړ شعري استعداد له مخې د هېواد له سترو ادبي هستو څخه وګنل شي