زرغونه رحمتي په ١٣٥٦ کال کې دکابل په ښار کې سترګې دې نړۍ ته وغړولې اصلى ټاټوبى يې د لغمان ولايت دعمرزو کلي دي . له ١٦ کلنۍ څخه يې د شعر سندريزې چينې وخوټيدې او له ١٣٧٢ کال راهيسې يې خپل وزګار وخت شعر ويلو ته ځانګړى کړى دي .
پلاريې ارواښاد رحمت الله رحمتي دمحمد الله ساپي زوى هم د پښتو ژبې ښه شاعرو چې ډير شعرونه ترې پاتې دي .
زرغونه رحمتي چې د داسې اديب او شاعرپلار په غيږ کې را لويه شوې ده ، له شعرسره ليونۍ مينه لري دا خپله ليوالتيا د خپلې کورنۍ د احساس زيږنده بولي آغلې زرغونه د کوم ځانګړي سبک پيروي نه کوي بلکې په بيلا بيلو وختونو او ځايونو کې چې کله ورته د شعر ښاپيرۍ الهام راوړي ښکلي شعرونه وايې ، دا چې د مور ژبه يې هم دري ده تراوسه يې په پښتو او دري ژبه ډير شعرونه ويلي دي .
په پښتو ادبياتو کې د پلار په هڅونه برسيره د افغاني ادب د تکړه ليکوالو او شاعرانو لکه علم ګل سحر او حکمت الله کا کړ د هڅونې اولارښوونې منندويه ده .
زرغونه رحمتي په ټولنيزو او کلتوري فعاليتونو سربيره د رياضي او فزيک په برخه کې د سيد جمال الدين افغان په انستيتوت کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ١٣٨٣ کال کې له دغه انستيتوت څخه په لوړه درجه فارغه شوه . او له فراغت وروسته يې د کابل ښار په يو شمير ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړه .
د هغې مينې له کبله چې له کلتوري فعاليتونو سره يې لرله د سنايي په پرمختيايې موسسه کې د( اعمارصلح ) مجلې د مسئولې مديرې په توګه وګمارل شوه .
نوموړې ٥ کاله وړاندې واده کړي خاوند يې عبدالناصر نيک انجام پخپله له شعري قريې څخه برخمن دى .
او د کابل پوهنتون د ژبواو ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده ، او په کلتوري برخه کې د دې يوازيني همکار او هڅوونکى دى . دا د پنځو اولادونو مورهم ده .
ميرمن زرغونه ديو شمير ليکوالو ميرمنو په هڅونه د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير غړې شوه اوس د دغه بهير فعاله غړې او د اړيکو د کميټې غړيتوب يې هم لري .