نفيسه کوچۍ دلغمان ولايت دعمرزيو ولسوالي دشکراباد کلي . په ١٣٣٥ ل کال په کابل کې په يوه منوره کورنۍ کې زيږيدلي ده . دښونځي له وختونو د شعر سره مينه لري د اوسني شعرونو انګيزه يې له هيواد څخه هجرت او د افغانستان د مظلومو خلکو او په تيره بيا د ښځو او ماشومانو ناوړه حالت دى .
زده کړي يې دننګرهارالايي ليسه ، دکابل زرغوني ليسه ، دادبياتو او بشري علومو پوهنځى .
دنده يې دافغانستان راديو تلويزيون،دښوونې او روزنې وزارت، اوڅه لنډه موده يې د يونيسف سره دښځو دسواد زده کړې په برخه کې او بيا د لوړو او مسلکي تحصيلاتو په وزارت کې کار کړى . د ١٣٦٠ نه تر١٣٧٢ کال پورې د جمهوريت په مسلکي ليسه کې ښوونکې وه .
له ١٩٩٤ کال راهيسې د اتريش په هيواد کې اوسيږي . دغه راز يې ځينې خپرونو ته ليکنې هم ليکې او د انټرنيټ په ځينو پاڼو کې يې شعرونه هم خپاره شوي دي .
ډيرغزلونه او سپين شعرونه يې ليکلي دي