د خاطر خپل نوم مصري خان وو. په قوم ذخه خېل او پۀ تپۀ د خېبر سدوخېل وو. خاطر پۀ کال 1929 سنۀ کښې د اکبر خان پۀ کور کښې پېدا شوی وو، او په کال 24، اګست 1368 سنۀ پۀ حق رسېدلی ؤ. ده د يو اوږده رنځ ( دق) سره لس يولس کاله سخته مقابله ؤکړه.
کله چې خاطر و 17 کالو خواه و شا پۀ عمر کښې ؤ ، پۀ دې وخت کښې دحاکم شاه باصر د لواړ ګې پۀ بازار ګښې د قهوه خانې د کان ؤ. او خاطر ورسره پېژند ګلو کړې وه زۀ به هم د باصر قهوه خانې ته تلم، چي يوه ورځ ئې د خاطر پېژندګلو زما سره ؤکړه - د خاطر نه مې څه کلام واورېدو بحرئې سم ؤ- د لوبو ، نيمه کو او قيصو ځني بندونه ئې ياد کړي وو.
مصري خان خاطر په اول کښي لوستي نۀ وو د خپل استاد لعل زاده ناطر شينواري نه ئې ليک لوست زده کړل شاعري ئې په وينه کښي راوړي وه خو د ناظر اصلاح اخستې وه.
خاطر أفريدی او د پښتو غزل سره څه داسې يو تر بله شوي ده. چې د غزل د ټکي سره سم د خاطر نو په ذهن کښي راځي . دا نوم او دامقام د پښتو غزل د سفر په داسي پړاوخور سوي دی چرته نه چې د غزل د ځوانۍ د شعور ډېرې لارې ګرځې.
د پښتو د ځوانۍ غزل بابا ستر امير حمزه خان شينواري د پښتو په ادبي ثقافت کښې غزل د ځوانۍ تر دي حدونو راوستو ډېر رياضت کړي دي . او په هغه ادبي تهذيب کښې ئې غزل ته مقام ورکړي دي ...