د ښاغلي نقيب احمد اتل شعرونه
نقيب احمد اتل له نن نه ۲۶ كاله دمخه د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د هډې په تاريخي سيمه كې د ارواښاد شينواري په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.
دى اته كلن وو چې د ښونځي په وره ور ننوت اود ۱۳۷۷ لمريز كال كې د هډې له لېسې بريالى راوواته. د كانكور امادګي يې هم كړې وه خو د خراب روزګار له امله ترې پوهنتون پاتې شو. چې دغه موده نږدې پينځه كاله دوام وكړ او بلاخره د ۱۳۶۲ لمريز كال يې، هغه وخت چې د د ننګرهار په څارنوالۍ كې دولتي مامور تعليم او تربيې پوهنځي د ژبو او ادبياتو څانګه يې پيل كړه او په ۱۳۸۶ لمريز كال يې برى ليك ترې تر لاسه كړ.
د اتل په خټه كې هم لكه د نورو پښتنو آغګلى وو خو، كله چې په نهم ټولګي و او په وينا يې غمونو غاړه وركړه نو شعر ليكل يې پيل كړل چې تر دا مهاله يې يو ټولګه شاعري او د خپل ژوند په اړه يو ناول ليكلى دى، خو لا د چاپ په ګاڼه نه دي سمبال.
په نوموړى خداى د ښه شعر ليكلو ترڅنګ ښه غږ هم لورولى دى چې په ډېرى غوڼدو او مشاعرو كې يې د خپلو فرهنګي ملګرو تنده پرې ماته كړې. او يو ځل خو د همدې خداى وركړي سندريز غږ له امله د ننګرهار ټولنيز مركز_ ميډيوټيك لخوا د ترنم په جوړه شوې سيالۍ كې لومړى مقام تر لاسه كړ.
د ده د خوښې شاعران خوشال خټك، حمزه بابا، دروېش درانى او رحمت شاه سايل دى او د رفيق شينواري او هارون پاچا سندرې په سندرو د خپل ژوندانه بې روزګاره شېبې لنډوي.
اتل د دې ترڅنګ ژورناليستيكې بوختياوې هم لري چې تر دې دمه يې په ننګرهار راډيو، شرق راډيو، سپين غر راډيو، نننى افغانستان( مجله) او كليد راديو سره دندې تر سره كړي دي.