ارواښاد خسرو شعرونه

ارواښاد خسرو شعرونه

ښاغلي خسرو داول باز خان زوي په خټه زخه خیل اپریدي د پښتړ او لسې او سندر غاړي شاعر په ۱۹۰۶ کال د خیبر په سیمه کي زیږدلي دی. ښاغلي مراد شنواري پخپل کتاب د خیبر ادب کښی لیکې چه د خسرو شاعرانه شعور په ۱۹۲۷  کال کي تکان وخوړ او راویښ شو

د ښاغلي مراد په وینا ښاغلي خسرو د پښتو ژبي د پخواني شاعر میرا اپریدی په څیر د شعر او شاعري نه علاوه په موسقي او نورو ملي آهنګو نو کښي هم لوي لاس درلود او بیا لیکي چه

هر کله به چه د چرسو نشي د کیف اوسرورپه چپو لاهو کړو نو درباب ګونګي تارونه به ئې وترنګول،وروورو به ئي په ګوتو کښی یو ې نوي مسحو رونکي نغمي دژوندانه ساه واخیسته او بیا به هم د هغي نغمی په پسنده غیږ کښي یوه داسي زړه سوانده غزل خاي ونیوه چه د سترګو په رپ کښي به د امو دریاب د غاړو نه تر اباسین پوري د پښتو نخواد هري حجري د رباب او منګي سره همنوا شو.