ښاغلي عبدالولي منګل شعرونه

ښاغلي عبدالولي منګل شعرونه

عبدالولي منګل په ١١\١٠\ ١٣٤٤ کال دخوست په ولايت کې زيږدلی دی .  لومړنۍ زده کړې يې د دغه ولايت د څړبن په ليسه کې پيل او وروسته يې په کابل کې د خوشحالخان خټک په ليسه کې پای ته رسولې دي .
لوړ تحصيلات يې  د ماسکو د بين المللي اړيکو  په پوهنتون کې  دماسټرۍ د ډيګري په درلودلو سرته رسولي دي .
عبدالولي منګل د يو زيات شمېر افغاني ډلييزو رسنيوسره قلمي همکاري لري، او ډيرې تحليلي  ليکنې يې  نشر شوې دي .
نوموړی له ١٩٩٢ کال را په دې خوا د خپلې کورنۍ سره په هالنډ کې اوسيږي .
 
د بلبل غـــوندې مين دې په پسرلی وی
يا د ګــــل په خاښو پورې وچ اغزی وی
تـــــا سره غاړه په غاړه لاس په لاس وی
يا خو ورک په سپيرودښتو ليونی  وی