په ايمان را ياد شي
2020-09-21
ګل ته چې وګورم جانان را ياد شي
په پاڼه پاڼه يې لبان را ياد شي
لکه د ويني مې په زړه کې ګرځې
ياره هر ناز دې په ايمان را ياد شي
هر چيري نوم چې د چنار وا و رمه
د چنارو شاعر کاروان (١) را ياد شي
د چا له خولې چې کربلا ياده شي
ماته په خيال افغانستان را ياد شي
زړګی مې منډه واخلي هلته ورشې
راته طالب چې د قران را ياد شي
يخني مې زړه ونيسي و ر ږ د يږي
چې د هجرت د شپو باران را ياد شي
ا رو ا مې مسته شي اتڼ وا چوي
چې د جهاد ښکلی دوران را ياد شي
د سترکو ډنډ مې زلزلي څپي کا
ښايسته ځوانان لکه ګلان را ياد شي
د يو يتيم په څير ژړا خپله کړم
مست د حجرو انډيوا ﻻن را ياد شي
له سترګو لاړ مې شې کاروان د اوښکو
چـــــې خــــپل بې وسه انسانان را ياد شي
دلتــــــــه دی ژونـــــــد د خوشحاليو نازنين
( لونګ ) ته خپل د غم داستان را ياد شي
( ١) پير محمد کار وان ،چنار خبري کوي
٢٠٠٥ / ١/ ٢٦زيوريخ