غزل

2020-09-21

ستــــــــا قـــــدمونه ټوله لار شرنگوي
زما په زړه کـــــــــې هريو تار شرنگوي

په دسمــــالــــونـــــو دې بنــگړي وتړه
دا خـــو فتنه شوه داخو ښارشرنگوي

ليلا مې خوب په تــــرنــــم کــې کوي
زما د خيال گوتې يې هــــار شرنگوي

د سترگو جنگ د پيمانو غــــوندې دى
راته په رگ،رگ کې خمـــــارشرنگوي

د شپې ښکالو مې تر غوږونو راځي
که څوک پاولي د انتظارشـــــرنگوي

دغــــه شاعــــر خپلې سندرې سره
يــوه جيــــنۍ لکه ستـــــار شرنگوي