په ازل کې چې وېش وشوځماپه برخه ژړېـــــــــده ورسېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخه خـــــندېـــــــده ورسېده
ښادي که خوشحالي وه، مانه لرې تــــــلــــــــــه خــــفــــه وه
هوسايي که آرامي وه ماته يې شـــــــــــــاوه افــــــــسرده وه
نازوه،که نعمت وه،اوکه دنـــــــــــياکـــــــې څــــــه عزت وه
ټول ستاپه لورروان وه،شــــــــاوخـــــــــــــوادې نــــڅــــېده
په ازل کې چې وېش وشوځماپه برخه ژړېـــــــــده ورسېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخه خنــــدېده ورســـــــېده
دخوبانوڅولښکرې،شــــــــاوخــــــــوانـــــــه دې راګـــيرې
ښې په ډول باندې جوړې وې له اصله عــــــــشوه ګــــــــرې
اشارې ته منتظرې ستاکتـــــــــــونـــــــــــه ځـــــــارېــــــدلې
ته ددوي په منځکې ناست وې، نفس دى نورهــــــوسېده
په ازل کې چې وېش وشوځماپه برخه ژړېـــــــــده ورسېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخـــــــــه خــندېده ورسېده
ټول شيان درته تيارآس دى زين پښه دې ايښې په رکاب
غږېدل درته ســـــــازونــــــه پـــــــکې غـــــــــــږوه دربـــــاب
نورشيان درتــــــــــه عــــــادي وه، وه بـــــويـــــــونه دکباب
نورعالم ته دې پام نــــــــه وه،ټـــــــول پـه اورکې سوځېده
په ازل کې چې وېش وشوځماپه بــــرخـــه ژړېده ورسېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخه خــــــندېـــده ورسېده
لږڅه سرله خوبه جګ کړه خـــــوارولـــــس تـــــه نظروکړه
دغفلت خوبونه پــــرېــــــږده، دجـــــــــزاورځ درپه زړه کړه
عيش ونوش ته دې لږشـــاکړه، خپل حساب ته نظروکړه
ښه به داوه چې په نورولــــــــــــــــږنظـــــــــــردې لــــــــږېـده
په ازل کې چې وېش وشوځماپه برخه ژړېده ورســـــــېده
هيڅ پروادنورومه کړه ستاپه برخه خندېده ورســـــــــېده