غزل

2020-09-21

شوخې سترګې مې سوالګرې وې ته نه وې

ته مې زړه کې وې هم لرې وې ته نه وې

اوس چې يوه مې په زړه نه شته نو ته راغلې

چې په زړه مې سل خبرې وې ته نه وې

د زړه کور مې له ګل رنګو خالي نه و

يو مې زړه و زر ډبرې وې ته نه وې

هغه شوخه نجلۍ وه خو شوخه نه وه

يو دوه نورې يې ملګرې وې ته نه وې

تېر ماښام سرې خولګۍ نجونې بېرته راغلې

په لمنو کې يې ګورګرې وې ته نه وې

تا ونه وليدې خو ستا پر پلونو تويې شوې

اوښکې نه وې ملغلرې وې ته نه وې

يو شرر سپرلى ګريوان په مخه راغى

نور عالم اغوستې زغرې وې ته نه وې.