2020-09-21
که ديارپه ښکلوســترګوکــې داسمان ســتوري تماشاکړم
داشــــــناپــه ګرمـــه غــيــږکې بــه څـــه وخــت بيګاسباکړم
که مــــې ســـتا چــوپــړکې خپل ټول توان اووس فـــــداکړم
ښــــــه پوهــيـږم دخـــوږمـن زړګــۍ زخــمونــه بـــــــه دواکړم
بــــوراڅـه ، ســـتادهرګل په خوشبويه خوند اورنګ مين يم
زه دمــلــــاراوسـتاهري ګلپاڼې ته دشـبنم څـاڅـکې تمناکړم
هــغــه زه چــې ئــي پـــه غــرنـېو سروســـــندرونـــې مـــين يم
داسـی ډول داســی اتڼ تــه به بيا څـه وخت څڼې پـه نڅا کړم
تـــه مـــې شــمع زه پتـنګ ســــتا پــه مـــينه بـه ځــــان ســـوزم
زمادځـان په دودکـې ژړانـه بلکې ستاپه رخ جوړه خندا کړم
زماهيواده چې کشت سـتالمن کې په واروارګلـونه بياکړم
هرومروبــه سـتاپه شنودروکې سری ســـندری په رسا کړم
داطلاي قـفس بـــه څـه کــړم چـې زه ( ياســين ) پکې بــنديم
که په ګران افغانستان کې دسولی سپينې کوتري په هواکړم
دسامبر ١٩٩٩ کال
جرمني