نوی غزل

2020-09-21

شپه به مدام نۀ وي ســــــړو سحــــــر به هم راشي
سېلاب به مــــــوږه وړي تــــــر څو ګودر به هم راشي

د سترګو تور چې مې دې ورک نظر مې هـم تلى دى
چې نُور مې سترګو له راځـــــي نظر بــــه هم راشي

بلا اوږده به وي، ازغـــــنه به وي، ګــــــرانـــــه به وي
چې لار پيدا شي نـــــو د لارې ســـــر بـه هم راشي

داسې به تل په هر ګوټ پېر کې خاموشي هم نۀ وي
چې کوڅې وي نو وخت د شور و شـــر به هم راشي

چې زمکه وي، زمکې خو  بې ګل منجرې نـه، نۀ وي
آسمان مو هم شته په سرونو نمر به هـــــــم راشي

لا په ټالونو کې ټالۍ زمونږ نــــــه هېـــــــــرې نۀ دي
زموږ د زړونو د ټالو اخــــــــتر بـــــــه هــــــــم راشي

لونګينو نه غــــــــــواړي بــــــــــيا د لونګيـــــنو غاړې
وخت د لونګو د دانـــــو د کر بـــــــــه هـــــــم راشي

سائله مه پــــرېـــږده د خپــــــلې دلـــــــدارۍ لمــنه
ستا لېونى سپېلنى ورک دلــــــبر بــــه هـــم راشي