غزل

2020-09-21

مــــــبارک  شــه مخکې  دار دې  لارويه
غــاړه ورکــــړه دا  دې يـــــار  دى  لارويه

پـــرې ونـې دي هغو  ته  چــــې ړانده  دي
لاس ور تير کـــــړه دا يـــې هار دى لارويه

لکــــه سيند تنــــدى وهه په سينه درومه
دا کـــوه  چـــې  دا  دې  کار  دې  لارويه

دواړه کـــــسي سپيــلني ورته لوگــې کړه
ســـــتا په سترگـو کې انــــگار دى لارويه

که يارغواړې نوخپل زړه ورپسې گوره
دا  يـــې کلــــى  دايـې  ښار  دى  لارويه

ټولـــې لارې دې په پــښو کې زولنې دي
درنه  پــــاتـــې  نــــــنگر هار  دى  لارويه