غزل

2020-09-21

ياد به دې وي وخـــــته پيمانه زمــا په ﻻس کې وه
ســـــتوري په ورغـــــوي زمــانه زما په ﻻس کې وه
زړه مـــــې ستا کيږدۍ لره دروړی و په موټي کــې
پښې پولۍ پولۍ وې دردانه زما په ﻻس کــې وه
اوس د زړګــــــــــي ورصنمه څنګــه درته لـــرې کړم
تللی هغه وخــــت چې بتخانه زما په ﻻس کـــې وه
پنجه چې مادرکړه بې وعـدې وې وارخطا وې ته
راغــــله ستا په شونډو بهانه زمـــا په ﻻس کې وه
تاج به د شــــاهۍ وچې د چــا په سر مــې کيښوده
ناست په کـــــې هما و اشيانه زمــا په ﻻس کـې وه
کرښــــــې دې تــلې ټولــې د قـاف د وطن ﻻرې وې
ورکــــــــــه ښاپيرۍ وه افــسانه زمـا په ﻻس کې وه