غزل

2020-09-21

مـــــونږه ژوندۍ کــړه بيا د مــينې فلسفه ملګرې
وخــــت ته به يـــادوي زمــــا او سـتا کيسه ملګرې

روڼ حـــقيقت د زندګـــۍ راتـــه دروغ ښکاره شي
په تــــصور کـــې چــــې هم شي رانه خـفه ملګرې

بـــــس د وجـــــود د ديوالـــونونه پناه يـــو سره
زمـــــا او ستـــــا تـــر منځه نــشته فــاصله ملګرې

ستا په رڼو سترګو چې زه ستا له راتلو خبر وم
مـــا،مــــاته کــــړې ګـــوره مخکې ﻻ ډيــوه ملګرې

تاسو چې کور او کلی جوړ کړ د باګرام په سيمه
خدای را نږدې دې کړه راته څومره مـدينه ملګرې

تــه چې کـــږه شوې په زړو سترګو دې بيا وکتل
څـــرخ د زمــــان درسره تــاو شو سر چــپه ملګرې