بوډا

2020-09-21

(زمانې ته دریم شعر)

ته ددې بوډا دمخ کونځې شمېری شې
ته ددې بوډا د سترګو لیک لوستی شې
ته دده د محبت احساس کوی شې
ته یې ذهن کې تیر حال انځوروی شې
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
یوه شپه چې ټول ویده و ستوري ویښ و
له سپوږمۍ سره یې یوځای سیوري ویښ و
یوې مور ته د مرګونو لوري ویښ و
او په خوله یې دې دردونو توري ویښ و
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
یوماشوم دنیا ته راغی نازنین و
تورې سترګې، سرې یې شونډې په رنګ سپین و
نور دې کور ته د خوښیو سور آس زین و
نور دې کور کې هر سړی له خندا شین و
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
ماشومتوب یې د جنت په منځ کې تیر کړ
زلمیتوب یې ماشومتوب ورځنې هیر کړ
زمانې د قلمي انځور په څیر کړ
او د نجونو لوی ټولی یې ترې چاپېر کړ
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
شپې دده په ننداره بیدارې ناستې
په تعجب د مینې ټولې لارې ناستې
که هرڅو وې خوشحالۍ کتارې ناستې
د زړښت بلاوې وې تیارې ناستې
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
دادي اوس یې د جهان یواځينی کړ
او د مرګ خولې ته روان یې بیړنی کړ
اوس د ګور په غاړه ناست دی پښې په ګور کې
زمانې ترې بیزار کړي ټول په کور کې
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
نو
ته ددې بوډا دمخ کونځې شمېری شې
ته ددې بوډا د سترګو لیک لوستی شې
ته دده د محبت احساس کوی شې
ته یې ذهن کې تیر حال انځوروی شې