خوب وینمه دښته وي په سرو تیږو روانه وم
ورکې مې څپلکې شي، ستړې وم ستومانه وم
ومې خوړ تیتندک، تیږو کې پرمخې ګذاره شوم
مات مې شو د مخې غاښ په دې کې رابیداره شوم
ما و اوریدلې چې د مخې غاښ سړی دی
شکر دی چې کور دی او ډیر شکر چې ژوندی دی
خدای خو مې د وساتی له ورځې د سرتورې
ژوند د ستومانیو نوم دی، ژوند دی ستغې سپورې
نن می ولی هیڅ شي ته لاس نه ورځي حیرانه یم
خدای خبر د څه سایه پرته ده چې ناتوانه یم
ټول د کور کارونه راته سر په سر پراته دي
ته وا، چې له خاورو راوتلي مې واړه دي
نن مې ورځ په څنګه شواخون باندې شوه تیره
ته واه شپه د ژمې میږتون باندې شوه تیره
شکر دی چې تیره شوله، شکر دي شوه تیره
خدای خبر چې ولې مې لا هم ده زړه کې ویره
ټيټ شو هیبتناک د الوتکو غږ له پاسه
بیا به وایه څوک د زړه ټوټې ورکړي له لاسه
بیا د کوم مظلوم په کور درنه چاپه پریوځي
مرګ لکه تیاره دلته کې هره شپه پریوځي
اخ دا خو زموږ د کور سپيره دروازه نشته
چیغې دي، له کور مو د وتو اجازه نشته
مه ورځه د زړه سره دوی ټول لکه ړانده دي
نه چې مې سرتوره کړي، په رحم، عذر نه دي
اخ دا خو یې وویشتې، نو زه د چاته پریښوم؟
تا خو لاس بسته د بې کسۍ بلا ته پریښوم
دوی خو و د مرګ لپاره دې کور ته راغلي
ما درته ونه ویل دوی ړانده دي، دوی د ولي
ما درته ونه ویل دوی ړانده دي، دوی د ولي