غزل

2020-09-21

حسنه بس دغه دې یو ویاړ وګڼه

ته چې زړګي د پښتانه ته راځې
 
د لېوني زړه نه خبر یې زما
جانانه ځکه لمر خاته، ته راځې
 
وایې چې ما هم ترېنه کډه کړې
بیانو ته ولې هغه  وره ته راځې
 
زه په محفل کې درته نه درګورم
که سر سري غوندې کاته ته راځې
 
بیا به دامستې سترګې نه شې کتی
ولې یې مخې د باڼه ته راځې
 
له تلو د یار دغه خبره ښه ده
سالکه! کله به کاله ته راځې