په تورو څڼو مست سپرلى څومره عجب غږېږي
لكه د مينې پر كېسه د شاعر لب غږېږي
د مازديګر په زېړ جبين به ګل، ګل وكرل شي
دا ځوان ګودر به اوس د نجونو په مذهب غږېږي
خود به له چين نه ښاپېرۍ را لېږي ګل د خندا
د سندريز تار په زړه وړونكي تر نګ مطلب غږېږي
خدايه! سرۀ ژبه د لمبو يې پرې كوه په توره
زمونږ فردوس ته جهنم ډېر په غضب غږېږي
ګستاخ باڼه د جلان روح كنډول كې مست شور كوي
لكه د پېغلو په لاسو د بنګړو ژرب غږېږي