سوړ نظر

2020-09-21


ستا د تودې خوا په حرارت باندې تودېږمه
سوړ نظر دې مه راوړه يخنو كې دې سوزېږمه

غم راباندې اوري خوږ خاطر دې مرور چې شي 
سولې ته دې جنگ كې سوې سوې ايرې كېږمه

تاته مې انځور د زړه اخلاص سره ملگری وي
زه دې د يادونو تصويرونو كې ډوبېږمه

لوېږې د بڼو غوندې د سترگو په هر رپ كې  ته
تا ته به يوازې خمارونو كې يادېږمه

خوږ غزل دروړاندې کړمه سترګې ترېنه چَپې کړې
هر ځل په بیان د کلامونو دې شرمېږمه

د ۲۰۱۳ کال د جون د میاشتې پنځلسمه