ته راکــړه د دې خپل حسن اختیار یوه لمحه
چې ډېره موده پـس شم ګـناهګار یوه لمحه
شي کم مې له زړګې نه د غــم بار یوه لمحه
چې سترګو ته دې وګورمـــــه یار یوه لمحه
بیګاه راته په ډکه خوله محفل کې موسېدې
قربان شمه، د مــــینې وي اظهار یوه لمحه
بـــې زړه شومــــه، هواره رپيده لکه ډيوه !
که نـــه په لاس راغلې وه د کـار یوه لمحه
شرره خپلې ژمنـې مې کړې ماتې لکه زړه
شــــرره په تا نـــه کیـــږي اتبـار یوه لمحه!