غزل

2020-09-21

هغوی درنښت راکاوه، ماسره پیسې نه وې 
دا انديښنه وه دلته نورې انديښنې نه وې

قاضي زما غوندې مجبور و خو لږ ډېر مجبور
د مجرم لاس کې و ګلونه، زولنې نه وې

زه د یوې داسې زمانې په انحصار کې وم
لاس مې خالي و او د ګل په تن جامې نه وې

ښه دې لیدم، نه دې لیدمه، نه دې غږ کاوه
ته وايي نه ومه او زه وایم چې وې نه وې

زه لکه بت ولاړ وم ته له حیا سره خوټېدې
ماسره زړه نه و، او تاسره جذبې نه وې

شرره اړ وم چې خپل زړه مې بلوو په کې 
د ړندو کلی و، رڼا نه وه، ډيوې نه وې