څپاند ه

2020-09-21

 اوښكه چې څرګنده شي، ځلانده شي

جوړه د وير سيند شي را څپانده شي

څه شېبه بڼو كې غلې – غلې شي
راشي اننګو ته راغړانده شي

تم شي يو ځل سپينه مرغلره شي
درومي و هر لوري ته بهانده شي

هار شي بيا پر سپينه سينه وزانګي
لاړه شي ګرېوان كې لالهانده شي.

ښاغلي بشير احمدبشارت شعرونه - نور