دمودو پردېس سپرليه! راشه زموږشاړو مېرو ته
په پسته رنګينه غېږكې ګلان راوړه دې دښتو ته
دژوندون په نامه ژوند دى، د زندان په څېر قفس كې
ټولې هيلې زندۍ شوې دي، د ظلم په محبس كې
د تيارو كړۍ ور لوېږي، د مظلومو لاس و پښو ته
هر محفل سور رنګ اخيستى، د حنا رنګ بېګانه دى
د مطرب لاس كې رباب دى، ايښى سر پر زنګانه دى
نه نڅا شته، نه موسكا شته،نه خوښي شته د چا زړو ته
دخزان ترخې سېلۍ مې رژوي راته ګلڅانګې
د ياغي توپان څپو كې مې ډوبېږي د عشق مراندې
د اميد د بېړۍ تله دي، د هدف و رسېدو ته
په ګردونو ډك اسمان كې د كرګسو شور ما شور دى
د بېوسو په انګړ كې د لوخړو اتڼ خپور دى
د وحشت په تاريكو كې لاره پرانيزه وړانګو ته.