غزل

2020-09-21

ستا د سرو شونډو مسکا دانه وانه
کړي زما د زړه دنيا دانه وانه

له هغې چې دې له سترګو يم پرېوتی
زندګي مې ده رښتيا دانه وانه

په يو تار لکه امېل سره يو ځای شه
پښتانه د پښتونخوا دانه وانه

ستا په يو انکار مې زړه تالا والا شو
ستا خو زلفې کړه هوا دانه وانه

راته خپله ګنا هم نه ده معلومه
جوړې مونږ شولو ويړيا دانه وانه

ځئ جنډې د مينې پورته کړو په لاس کې
هسې نه چېرته شو بيا دانه وانه

عامر جانه دښمنان دې داسې غواړم
لکه شګې د بيديا دانه وانه

۲۷ نوامبر،۲۰۰۲
پېښورپوهنتون