2020-09-21
غـــــــرور غــــــواړم لـــکه غــــر
سيــــــنــه هـــــم د سمـــــندر
ميــــــنـه غــــــــواړم لــــکه لمر
پــــړق خـــنـــــدا پـــه بحــروبــر
ډک خــــم تـــرخــــه شــــــراب
(او) يـــــو خـــوږ غــونـدې دلــبر
کــــه خــــدای وکــــوي نـــظــر
او دا ټــــول شـــــي بــــرابــــــر
دونــــيا بـــــه کـــړم حــيـرانــــه
دمســتـــيــوو پـــــه مــحـــشر
عقـــل گــــی بـــه کـړم رخصت
او جــنـــــون بــــه کــــړم افسر
يــــــــاران چـــې شي خـــړوب
افــــــلاطـــون شـــي سکـــندر
عــــــــارف وکـــــړي مســـــلې
مـــــلا کـــوز شـــي لـــــه منبر
صـــــوفــــي ووايـــي غــــزلــې
او زاهــــــــد شــي نــــڅـــاگــر
کــــړنگ دجــــام ټـــنگ دربـــاب
ســـور اوتـــال ښـــه پـــه هــنر
ســـاقــي ډکـــې کـړي پــيالې
محفل مست شــــي ســراسر
عقــل مـــړخيـــال مې ژونـــدی
پـــه هــر راز مــې کــړي خــــبر
شــــپه کـــې وويــنـمه شمس
ورځ کـــــې وگـــــــورم قـــمــــر
پــه شـــــرابـــو کـــې نـور شته
چـې روښــانــه کــړم پـرې سر
زه رحيـــــــم او رحمـــان وايـــم
جـــــانـــــان، الله و آکــــــــــــبـر
شيخه ځــه پـه مــخ دې ښـــه
زه يـــــم پــــوه پــه زیـــــــروزور
نــنگــه لنــډ ژونــد هم نعمــــت
بـــيـان هـــم کـــړه مــخـتــــصر
دفبروري ۱۴مه ۲۰۲۰م کال
لونگبي ډنمارک