غزل

2020-09-21

چې ستا دمخ دخال خبرې خپل ارمان ته کوم

دزړه په للمه کر دسرو اوښکو باران ته کوم

لکه ګلاب خپله قصه په وینو وینو  شــونــډو

په هر سپرلي کې خامخا یو ځل جانان ته کوم

ستا په جاګیر دننه هم په کلي پاتــــــې نه شوم

ځان ورکومـــــه لاړم کډه بیابــــــان تـــــــه کوم

دسربازئ په جذبو ډکې شوې دخیال ادیرې

زه به ترکومې ګدیده خوشې میدان ته کوم

ستا بې ننګئ وژلې نه یم رنځولې ئـــــــې یم

چې ستا دعا راته یادیږي ښیرې ځان ته کوم

څه دستم دبې وسې په ورځ پیدائې مینې

زه په خطا ګناه  دزړه دګل کریوان ته کوم

دزړه کتـــــاب لـــــولمه ټــوله شپـــه روڼوم

زه تیاري دجانان نـــــوي امتـــــحان ته کوم