غزل

2022-10-03

د وطن کلي ښارونه ش- هیدان دي

وطنوال مې ببر سري یتیمان دي

 

بې پروا لکه پسونه ولسونه

او چارواکي، خصي کړي اوچکولان دي 

 

دومره سپک سوم، دومره ولوېدم له پامه

د پنجاب تور ګامېښان راپورې خاندي 

 

هلته ورک په وطنونو دوزخي يم

دلته ژوند ته وا سکروټې دي را لاندې

 

تا تر عرش پورته ماڼۍ ده جوړه کړې

بندګان دې په غيران پسې حيران دي 

 

زه دغومره ډېر له خدايه مرور يم

زړه مې وايي، بېخي مه راځه د باندې

 

زه د ځان پر ګور ولاړه کتیبه یم 

او پر سر مې دي د غم جنډې رپاندې