غزل

2020-09-21

ارمان مې دي چې کله به زۀ بيا درته غږيږم
د شپې غوندې په يوه ساه تر سبا درته غږيږم

تا وي د ذهن و زړۀ غوږونه واړه راته ايښي
ويدۀ شې او زه پټ لکه رويا درته غږيږم

څه پام خو ماته هم کوه ګه ګه په ځان مينې
زۀ هم د اينې غوندې له تا درته غږيږم

شيشې د تغافل که دې لار راکړي لکه لمر زۀ
درځم د خپلې مينې له صفا درته غږيږم

شکونه له زړۀ وباسه د مينې په خلوت کې
تنها درته راغلی يم تنا درته غږيږم

له ځان سره مشغولې ! ته يې اورې که يې ناورې
درست عمر لکه ستوری په ايما درته غږيږم

جلا مو دې رب نکړي سره زۀ به مې تر مړينې
د ژوند د سين څپې لکه دريا درته غږيږم

حواس مې جوړوم چې لکه شعر د پسرلي
تل تل ستا له سپېڅلې استغنا درته غږيږم