غزل

2020-09-21

نه تنها زما د زړۀ غومبـــــرې ســـــــــوځي
له شغلو يې دښايـــــست بــغورې سوځي

پـــه ســل لا رو درنــژدی شي بيرته راشې
ستا په خوا کې مې دخيال وزرې سوځي

دايې تا راته غوږ ايښی څه بـــه وايـــــــم
چې په خولۀ کې مې دزړۀ خبـــــرې سوځي

له پتنګ سره طواف د شمو څــــــــــه کړم
چې دناز په شمه زړۀ له لـــرې سوځـــــــــي

څه ښادي غواړې د عشـــق له غمکدې نه
په دې بين کې دهوس ســــــندرې سوځي

ګڼې هيلې مې لـــوګی ديـــــــوې ادا شوې
دځنګله ونې چـــــــې څو وي ګورې سوځي

داتر مومو نرم زړۀ څه ورتـــه ټيــنګ کړم
»پسرليه» دعشق تاو ډبــــرې ســــــــوځي