2020-09-21
شنې لمنې – شنه ډاګونه
بېګني ورښت پريولې
مځكه ورينه، فضا صافه
ښايسته دي يوه تر بلې
د سپرلي خوږه وږمه چې
له سپين سرو غرونو پاڅي
نه ستړېږي، نه بس كېږي
د ګلونو پر سر ناڅي
د لمر سپينې پلوشې چې -
په لندو وښو ورېږي
ته به وايې هره پاڼه
يو غمى دى چې ځلېږي
سپېره شوى ((شيرماهي)) بيا
ښايسته د خداى كرم كړ
د پسرلي د هوا لطف
د شداد باغ ارم كړ
څو چې وس د نظر رسي
په ګلونو يې ګذر دى
ته به وايې د رنګونو
بېكرانه سمندر دى
يوه كېږدۍ ښكاري له لرې
د يوې شنې شېلې په غاړه
پر بېديا باندې حاكمه
په ګلونو كې ولاړه
په رېديو پټه غټه -
يې سنګر او تكيه ګاه ده
د ګلونو په پناه كې
له بادونو نه پناه ده
د كېږدۍ خواته يوه پېغله
تنكۍ ورۍ په هوس پيايي
په ګلونو كې ګلونه
د ګلونو نفس پيا يي
سراى يې ګل، دېوال يې ګل دى
فرش يې ګل او بام يې ګل دى
پر ګلونو باندې ګرځي
فكر يې ګل او پام يې ګل دى
له ښكلا وه تركيب شوې
له ښايسته سر شته وه
ها چې دايې جوړوله
څه خوش ذوقه فرښته وه؟
خامخا به يې په دې وي
جايزه د هنر وړې
ګمان نكړم تر دې ښكلې
بلې يوې وي جوړه كړې
د ګلونو په جنت كې
سپينه حوره را ښكارېږي
له معصومو كرشمو يې
د جنت حورې جارېږي
پر ګلونو باندې ګرځي
دارم د چټو ميره
كه اروا د ((شيرماهي)) ده
د وحشي حسن سفيره؟
ها وړه، خوږه خولګۍ يې
چې ارمان ده د خولګيو
توفاني ده له خندلو
او سرشاره له غنګيو
په خوږه ټپه چې كله
په هوا كې شور پيدا كړي
د سپرلي په ساړه زړه كې
زړه غوښتونكى اور پېدا كړي
د تودې مينې رويبار چې
د ښكلا كره مېلمه شي
نړۍ يوه ډكه پياله كړي
فضا يوه مسته نغمه شي
چې د دې په تنكي زړه كې
به تېرېږي د چا مينه؟
كه معراج دى د عشق حسن
او معراج د ښكلا مينه؟
په وحشي حسن كې نغښتې
د جهان د لكشۍ واړه
څه حسينې كرشمې يې
دي بې غوښتو لاس تر غاړه
سپينه ورۍ ونيسي غېږ كې
له كوتري(۱) سره لوبېږي
لوڅې پښې پر ګلو ګرځي
له خپل سيوري هم شرمېږي
كله لاس پخپل سر كاږي
باد توښپلي وېښته سم كړي
د ديدن دغله له ډاره
ژر پړونى پر سر تم كړي
د هوسۍ غوندې يې حسن
بس مرهون د طبيعت دى
لكه قو آرايش تون يې
لوى هامون د طبيعت دى
نه خبره له مودو نو
نه رژيم نيسي ښكلا ته
طبيعي ښايست يې وركړي
بې ښوونې لاس حياته
د كوچۍ پېغلې ښايسته
په جهان به دې اوربل واى
كه دې لېږ څه ژوند په سمول واى
كه دې لېږ څه علم مل واى