غزل

2020-09-21

اوکه زړۀ مې چې تل تل له محفل څخه راباسي
مست سين شي خپلې پيڅې له ساحل څخه راباسي

لېمې مې غړيدلې د زمان په قافلو کې
هوا مې د مزلونو له منزل څخه راباسي

سوکه شي د نيشتر په څوکه څړيکې د تڼاکو
مشکل به مې پخپله له مشکل څخه راباسي

تر خپل بې لاري زړۀ راته ښه ښکاري برهمن هم
مطلب د حقيقت چې له باطل څخه راباسي

په برخه به يې ولې نوی ژوند نه وي پسرليه
چې سر لکه نبات له اب و ګل څخه راباسي