زوړ ښار

2020-09-21

د ښار له څنډې بيا ګرد لټېږي
يو د زرو دروزدى خونې نړېږي
په هر ټكر كړي يوه خونه ورانه
بولدوزر وړاندې او وروسته كېږي

ماشين غورېږي بې ښه، بې بده
زړو بنګلو او وړو كورو ته
چې هر دېوال ته يې سر تمبه شي
ګرد يې وچت كړي وچتو وروته

تيږې او خښتې سره بېلېږي
كلنګ چلېږي په دواړه لاسه
د لويو خونو لوى بازوانونه
خرچ شي، جلا شي، پرېوځي له پاسه

زاړه نقشونه يو يو ړنګېږي
خېژي، ماتېږي كړكۍ او ورونه
د كره ګانو په خولو لوڅېږي
د پت ساتونكو خونو سرونه

د ښار له څنډې بيا ګرد لټېږي
د بې پناهو ځالې ورانېږي
د يوڅو نويو قصرو لپاره
بيا په سلګونو كډې بارېږي

دا هر يو بام به چې وو د څومره
پټو رازونو د سر برغولى؟
دې هر يوه غولي چې به په زړه كې
د څه ښاديو ياد وي ساتلى؟

دا چې په درز او په دروز نړېږي
دلته به يو وخت څه خوشحالۍ وې؟
دا چې يې د وړې خېژي اسمان ته
دلته به څو څو ډوله سيالۍ وې؟

دا به ووښايي په لوى عالم كې
د يوې كونډې د عزلت ځاله
دا به وه ښايي د يتيمانو
د بدو ورځو دراحت ځاله

دا به وو ښايي د كوم مين ځاى
د كوم تنها كور، د كوم يوه ځلي
څومره زګېروي به دې هرې خښتي
او هرې لوټې وي اورېدلي؟

څه خاطرې به دلته ويدې وي؟
دلته به ښخ وي څه ارمانونه؟
څه تودې اوښكې به دلته توى وي
دلته به پټ وي څومره رازونه؟

دا به وو ښايي د معشوقې كور
څه لېونى به ترې جارېدلو
د دې كوڅې به له هرې څنډې
څه امېدونه را پارېدلو؟

دغه پوټي چې نن يې هوا وړي
ممكن يو وخت به لكه توتياوو
د چا لېمې به پرې روڼېدلې
د چا له سترګو سره پخلا وو

هر څه كه وران كړئ خو صاحبانو
شهيدې هيلې در لړزوئ مه
د كونډو رنډو، د يتيمانو
د راحت ځالې درنړوئ مه