قلم راواخلم

2020-09-21

ټوله شپه ستورو او سپوږمۍ سره خبرې کوم
دخوب په لټه بدلوم اړخونه
دلېوني شک مې پرځان راشي
په بېړني نظرخپل ځان ته ځيرشم
نه،نه غلط شومه
ګرېوان ته ځيرشم
خو!
چې سالميت مې دګرېوان ووينم
نو بيا ګمان د لېونتوب لکه ناکام سرتېرى
د زړه مرچل نه شي په تېښته مجبور
        * * *
بيا په بالښت باندې سرکېږدم پښې وغزوم
په دې اُمېد چې ګوندې خوب به راشي
مګرخوب سم لکه د ښکلو پيمان
په انتظار،انتظارستړى کړي ما
       * * *
بېرته راپورته شم قلم راواخلم
د زړه له وينو ورته رنګ جوړکړم
دخيال په لاس د ملت غم راواخلم
د وخت نادودو سره جنګ جوړکړم
په هر رنګ ظلم ادې بوره کړمه
ماته هر يو ظالم ته توره کړمه
انسان ته جوړکړمه د امن جنت
ورته نصيب د عدل حوره کړمه
     * * *
بيا د زخمي زړونو بازار ته ورشم
تار د لفظونو له زګېروي راواخلم
دخيال په نرمو او تنکيو ګوتو
د احساس ستن له اسوېلي راواخلم
څيرې ګرېوان پرې د آيين جوړکړم
له تورو ټکو شعر رنګين جوړکړم